په متحده ایالتو کې افغان اوسېدونکو ته سپارښتنه کېږي وجه یی چی هر څه وي د متحده ایالاتو څخه بهر ته سفر کول کېدای شي متحده ایالتو ته د ستنېدو او/یا په متحده ایالاتو کې د تلپاتې دریځ لکه پناه ترلاسه کولو په وړتیا جدي اغېز ولري. لاندې یو څو مهمې خبرې ذکر شوې دي چې باید د متحده ایالاتو څخه بهر سفر کولو نه مخکې په پام کې ونیول شي. که تاسو د سفر په اړه کومې پوښتنې یا اندېښنې لرئ، نو باید د متحده ایالتو څخه تللو نه مخکې یی په اړه د کډوالۍ واکمن قانوني استازي یا وکیل سره پری وغږیږئ.
پارول او سفر
- که تاسو د عملیاتو د ائیتلافیانو پخیر راغلې (OAW) ترمخه پارول ترلاسه کړی وي او تاسو د سفري اجازی پرته له متحده ایالاتو څخه ووځئ، نو تاسو به د پارول دریځ له لاسه ورکړئ، او تاسو به ونه شئ کړای چې متحده ایالتو ته بیا راشئ.
لنډمهاله خوندي حالت (TPS) او سفر
- که تاسو TPS لرئ نو کولای شئ چې د TPS سفر اجازه لیک غوښتنه وکړئ کومه چې تاسو ته د متحده ایالاتو څخه بهر سفر کولو اجازه درکوي. بیاهم، که تاسو افغانستان ته ستنېدو دپاره د TPS سفر اجازه کاروئ، یا بل کوم هېواد ته سفر کولو دپاره خپل افغانی پاسپورټ کاروئ، کېدای شي تاسو د پناه څخه بې برخې کړل شئ.
- که تاسو TPS لرئ او د متحده ایالتو څخه ووځئ پرته د دې چې د TPS د سفر کولو اجازه لیک ترلاسه کړئ، تاسو به TPS له لاسه ورکړئ او اجازه نه لرئ چې بیرته متحده ایالاتو ته راشئ.
- که تاسو ځنډېدلی TPS غوښتنلیک لرئ او د متحده ایالتو څځه ووځئ پرته د دې چې مخکې پیرول ترلاسه کړئ، USCIS کولی شي ستاسو د TPS دپاره غوښتنلیک رد کړي، او تاسو به نه شئ کولای چې متحده ایالتو ته بیا راشئ. همدارنګه، که تاسو د متحده ایالاتو څخه لاړ شئ په داسې حال کې چې د TPS دپاره ستاسو غوښتنه لا ځنډېدلې وي، کېدای شي تاسو مهمې خبرتیاوې یا د اضافي ثبوت دپاره غوښتنې ترلاسه نه کړئ، او کېدای شي دا د TPS د رد کېدو سبب شي.
پناه او سفر
- د پناه وړتیا لرلو دپاره، تاسو باید ثابته کړئ چې ستاسو د توکم، مذهب، تابعیت، په کومه ځانګړې ټولنیزه ډله کې د غړیتوب، یا سیاسي نظر له امله تاسو نه شئ کولی د اوسني حکومت (طالبان) له خوا د زیان یا ځورونې له ویرې افغانستان ته ستانه شئ. بیرته افغانستان ته سفر کولو سره، که څه هم دا د لنډې مودې دپاره وي، تاسو ثابتوئ چې تاسو هلته د ځورونې څخه نه ډارېږئ.
- که څه هم ستاسو د پناه غوښتنلیک منل شوی وي، یا تاسو خپل دریځ د پناه څخه ګرین کارت ته اړولی وي، او تاسو افغانستان ته ستانه شئ مخکې تر دې چې تاسو د متحده ایالتو اوسېدونکي شئ، ستاسو پناه او ګرین کارت منسوخ کېدی شي. دا ځکه چې افغانستان ته ستنېدو سره، که څه هم دا د لنډې مودې لپاره وي، تاسو څرګندوئ چې کله تاسو د پناه غوښتنه کوله نو تاسو په رښتیا د ستنېدو څخه نه ډارېدئ، یا دا چې تاسو نور د ستنېدو څځه نه ډارېږئ.
نور ملاحظات
- د متحده ایالتو اوسېدونکي جوړېدو څخه دمخه که څه وخت هم تاسو په متحده ایالتو کې ونیول شئ یا په کوم جرم محاکمه شئ، نو د سفر کولو څخه دمخه د کډوالۍ د وکیل یا قانوني استازي سره ووینئ. ځینې جرمي چلند به متحده ایالتو ته ستا د بیا راتلو مخه نیسي.
- د متحده التو څخه اوږدې ناسوبتیاوې کولی شي د تلپاتې اوسېدونکي دریځ ترلاسه کولو یا ساتلو یا د متحده ایالتو تابعیت ترلاسه کولو دپاره ستاسو په وړتیا اغېز وکړي.
- مونږ تاسو هڅوو چې مخکې له دې چې د سفري سند دپاره غوښتنه کوئ، د USCIS فورمې I-131، د سفر لپاره د غوښتنلیک سند، په لارښوونو کې سفري اخطارونه ولولئ او ځان پرې پوهه کړئ. تاسو ته سپارښتنه کیږي چی د سفر کولو څخه وړاندې قانوني مشوره ترلاسه کړئ، سره له چی که مو سفري سند منل شوی هم وي.