په متحده ایالاتو د کور یا اپارتمان مالکیت ځینې مهمې ګټې لري چې ستاسې د اوږدمهاله اهدافو، کار، بودیجې، د سپما شوو پیسو مقدار او پور تر لاسه کولو وړتیا پورې اړه لري - په ځانګړي توګه هغه ځای پورې اړه لري چې تاسې په کې غواړئ ژوند وکړئ. دا ټول به ستاسې په پرېکړه کې لوی فکتورونه وي تر څو کور په کرایه کړئ یا يې وپېرئ. راځئ چې په متحده ایالاتو کې د کور مالکیت وپلټو.

 

په پور پېرودل شوي کورونه

پرته لدې چې تاسې د نغدو پیسو سره کور واخلئ، تاسې باید له بانک څخه د پور اخیستلو لپاره قبول شوي یاست چې ورته د Mortgage Loan وايي. بانک به ستاسې د عاید، کرېډېټ سکور، سپما پیسې، او شتمنیو پر اساس د اعظمي مقدار پور درکولو په اړه پرېکړه وکړي چې تاسې ته د پور درکولو په اړه لېواله دي. په ډېری حالتونو کې تاسې باید (د کور د پېرود قیمت یوه سلنه پیشکي ورکړئ). که مو غوښتنلیک ومنل شي نو بانک به د پیشکي څخه وروسته پیسې د پور په ډول د کور پېردلو لپاره درکړي. تاسې به هره میاشت بانک ته د پور ورکولو پر مهال د سود سره بېرته پېسې ورکوئ (په متحده ایالاتو کې د کور لپاره پور عمومأ ۳۰ کاله دی). مهمه ده په یاد ولرئ چې څومره مو د کور پیشکي کوچنۍ وي، میاشتنی قسط به مو لوړ وي او که مو پېشکي له ۲۰ سلنو کمه وي نو ډېر احتمال لري چې د قسطونو د مصؤنیت په موخه باید شخصي بیمه (PMI) وپېرئ. کله چې پور تصویب شي، تاسې به بانک ته د کور اخیستلو اجراءاتو پیسې هم ورکوئ چې ورته closing costs وايي. د کور اخیستلو اجراءاتو پیسې عمومأ د ۳٪ او ۵٪ فیصدو تر منځ وي.

 

که تاسې په پور پر کور اخیستلو بریالي شئ نو ستاسې په میاشتینی قسطونو ورکولو کې به د کور مالکیت مالیه او د کور مالک کېدو بیمه شامله وي چې ډېری وختونه هر کال زیاتېږي. کله چې تاسې کور وپېرئ، نور لګښتونه لکه د کور مالکانو اتحاديې فیس، اسانتیاوې، کثافاتو ویستل، اوبه، او د فاضله موادو د لګښتونو به هم مسؤل یاست. تاسې باید د ترمیم د ټولو سیستمونو ساتلو هم مسؤل یاست تر څو کور مو د اوسېدلو جوګه وي. لوی ترمیمونه کېدای شي چې زرګونه ډالر لګښت ولري. په دا ټولو اضافي لګښتونو باید پوه یاست او د کور پېرودلو د مخه يې باید په نظر کې ونیسئ.

 

که تاسې په قسطونو کې په پیسو ورکولو کې پاته راشئ نو بانک په پایله کې له تاسې کور واخلي او پانګه به مو له لاسه ورکړئ. دې ته foreclosure ویل کېږي چې به ستاسې په کریډیټ سکور او راتلونکو پورنو تر لاسه کولو وړتیا باندې به هم منفي اغېزه وکړي. له همدې امله، دا اړینه ده چې د کور اخیستلو پر مهال یو مالي پلان ولرئ او ډاډه شئ چې په نږدې راتلونکي کې به تاسې دومره عاید ولرئ چې ستاسې ټول میاشتیني لګښتونه او د ملکیت ساتلو پیسې ورکړئ.

 

زه کور وپېرم که يې کرایه کړم؟

د کور کرایه کولو یا پېرودلو پرېکړه کولو کې د پام وړ ګټې او زیانونه شتون لري. که تاسې د کور مالک یاست او پور او مصارف مو هره میاشت اداء کوئ نو تاسې به د اوسېدلو لپاره یو با ثباته ځای ولرئ. کله چې تاسې کور په کرایه کوئ نو د کرایې لوړېدو پر مهال، که مو د کرايې موافقتنامه نوې نه شي، یا د کور خاوند پرېکړه وکړي چې ملکیت وپلوري نو مجبور یاست له کوره ووځئ. په متحده ایالاتو کې د کور مالکیت بله ګټه دا ده چې د کور ډېری دودیز پورونه (د سود نه بدلیدونکي نرخ) لري، په دې معني چې د داسې پور درلودلو په صورت کې به ستاسې د میاشتینی پور مقدار بدل نشي. همدارنګه کله چې تاسې کور ولرئ او د کور قسطونه تادیه کول پیل کړئ نو ستاسې د کور ملکیت فیصدي به هر میاشت لوړېږي چې ورته (equity) وايي. که تاسې کله هم پرېکړه وکړئ چې کور مو وپلورئ نو تاسې به د پلور قیمت یوه لوړه اندازه تر لاسه کړئ چې به وکړای شئ د خپل راتلونکي کور پېرود لپاره یې وکاروئ.

 

کله چې کور کرایه کوئ نو تاسې به دومره ډېرو پیسو ته اړتیا ونه لرئ څومره چې د کور پېرودلو پر مهال ورته اړتیا لرئ. همدارنګه تاسې د پور لپاره بانک ته غوښتنلیک ته هم اړتیا نه لرئ چې اونۍ حتی میاشتې نیسي چې پور واخلئ. که تاسې بل ځای ته د کډه کېدو نیت ولرئ نو تاسې به لا زیات انعطاف ولرئ همدارنګه به تاسې ماليې ورکولو یا د کور د ساتلو او ترمیم لګښت هم په غاړه ونه لرئ.

 

ځینې هغه مهم فکتورونه چې د کور کرایه کولو یا پېرودلو پر مهال باید په پام کې ونیول شي په لاندې ډول دي:

 

  • په هغه ځای کې چې د اوسېدو لپاره يې انتخابوئ د کورونو د اخیستلو قیمتونه د کرایی کورونو سره مقایسه کول
  • په هغه ځای کې چې د اوسېدو لپاره يې انتخابوئ د خرڅلاو لپاره د کورونو شتون مقایسه کول د هغو کورونو سره چې په کرایه وي
  • د سود نرخ او د پور ډول
  • پېشکۍ، میاشتیني پور تادیات، او د کور اخیستلو اجراءاتو مصارف چې تاسې يې وس لرئ
  • د سود ټیټ نرخ لپاره ستاسې وړتیا چې له مخې يې کېدای شي د کمو پیسو قسطونه ورکړئ
  • په کور کې د اوسېدلو لپاره څومره وخت پلان لرئ

 

دغه لینک باندې کلیک وکړئ تر څو هغه کالکیولیټر وکاروئ چې د عمومي معلوماتو لپاره د کور کرایه کولو او د پېرود لګښت سره مقایسه کوي:

https://www.nerdwallet.com/mortgages/rent-vs-buy-calculator

 

د حکومت لخوا د کور پېرودلو لپاره د پور مرستې پروګرامونه

دا د متحده ایالاتو د حکومت او دولتي پورونو ځینې هغه پروګرامونه دي چې د ټيټ عاید پېرودونکو سره د کورونو په پېرودلو کې مرسته کوي:

 

  • د فدرالي هستوګنې پور ورکوونې اداره (FHA) د هغو پېرودنکو سره مرسته کوي چې محدوده سپما یا د کرېډېټ ټیټ سکور ولري تر څو له بانک څخه د لږې پېشکۍ او ټیټ سود نرخ سره پور تر لاسه کړي. د FHA ټول پورونه د شخصي پورونو بیمې (PMI) ته اړتیا لري. د بیمې اندازه به د پېشکۍ مقدار پورې اړه ولري.
  • د متحده ایالاتو د کرهنې وزارت USDA پورونه د ځايي پور ورکوونکو څخه مشتمله ده او د حکومت لخوا یې بیمه شوې. دا پورونه په وړ ښارونو او کلیوالو سیمو د کورونو لپاره د ټیټ سود نرخ او د پېشکۍ نه ورکولو وړاندیز کوي. د USDA پور یو ځانګړی پروګرام دی چې د هغه کسانو لپاره چې ټیټ عاید ولري او د اوسېدلو لپاره خوندي کور ونه لري یا هغه کسان چې د دودیز پورونو اخیستلو ته لاسرسۍ نه لري د پور اخیستلو ضمینه برابروي. د USDA پورونو شخصي قسطونو بیمې (PMI) ته اړتیا نه لري.
  • هر ایالت د کور جوړولو مالي اداره (HFA) لري چې د ټيټ عاید لرونکو پېرودونکو لپاره ځانګړی تمویل وړاندې کوي تر څو د ارزانه کورونو پېرود ممکنه کولو کې مرسته وکړي. په خپل ایالت کې د HFA موندلو لپاره دا سرچینه وکاروئ.

 

د کور جوړولو د مشورې خدمتونه

که تاسې د کور پېرودلو په اړه پرېکړه کولو کې مرستې ته اړتیا لرئ، د مشورتي ادارو یوه ملي شبکه په متحده ایالاتو کې د مستهلکینو لخوا پوښتنو ځوابولو کې مرسته کوي تر څو د کور پېرودلو په اړه با خبره پرېکړه وکړي. په خپل ایالت کې د مشورتي ادارې موندل لپاره دا سرچینه وکاروئ چې د متحده ایالاتو د کور جوړونې او پراختیا وزارت (HUD) لخوا تائید شوی.