هغه کوچنیان چې عمرونه يې ښوونځۍ ته برابر وي، د اوړي پر مهال ورته د وړیا خوړو موندلو لپاره ډېرې داسې لارې شتون لري چې راجسټریشن یا د عاید ثبوت ته هم اړتیا نه لري. موږ درته لاندې پینځه لاندې سرچینې په ګوته کوو:

 

د متحده ایالاتو د کرهنې وزارت د SUN پروګرامونه

دا برنامه په هغه سیمو کې چې ټیټ عاید لرونکي اوسي ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته وړیا خواړه او لقمې وېشي. د داسې پروګرامونو موندلو لپاره 211 ته زنګ ووهئ، یا (FOOD) لفظ 304-304 شمارې ته ولېږئ. همدا رنګه تاسې کولای شئ چې دا نقشه وکاروئ تر څو د آدرس یا زېپ کوډ له لارې تاسې ته نږدې د خوړو سايټونه ولټوئ.

 

د خوړو بانکونه/زیرمې

په متحده ایالاتو کې داسې د خوړو بانکونه یا سرچینې شتون لري چې اړو خلکو ته خواړه برابروي. دا نقشه وکاروئ تر څو مو سیمې ته نږدې داسې پروګرامونه ومومئ.

 

ستاسې د ماشوم ښوونځۍ

د خپل ماشوم د ښوونځۍ ډیسټریکت سره اړیکه ونیسئ یا يې ویبپاڼه وګورئ. ښوونځي اکثرأ د ښوونیز کال په دوران کې ملیونونو اړو زده کوونکو لپاره په وړیا ډول یا په ټیټ نرخ د خوړو برنامې لري. داسې ښوونځي هم کولای شي چې تاسې سره په سیمه کې د سرچینو په موندلو کې مرسته وکړي.

 

مذهبي سازمانونه:

ځینې داسې کلیساګانې او نور مذهبي سازمانونه هم شتون لري چې ممکن د ټولنې لپاره وړیا خواړه چمتو کړي. د معلوماتو لپاره په سیمه کې نږدې مذهبي سازمان سره اړیکه ونیسئ.

 

آیا د دولت څخه خوراکي مرسته تر لاسه کوئ؟ تاسې کولای شئ چې SUN Bucks پروګرام له لارې نورې مرستې تر لاسه کړئ.

که تاسې د مخه د اضافي تغديې مرستې پروګرام (SNAP، فود اسټمپ) او د اړو کورنیو لپاره لنډمهاله مرستې (TANF) لپاره نوم لیکنه کړې وي نو شاید ستاسې په سیمه کې د داسې برنامې شتون په صورت کې به ستاسې کوچنیان په اتوماتیک ډول په SUN Bucks پروګرام کې شامل کړای شي. هغه کورنۍ چې د ښوونځي ته د برابر عمر لرونکي ماشومان لري کولای شي د اوړي پر مهال د خوراکي توکو پېرودلو لپاره د هر کوچني پر سر ۱۲۰ ډالر تر لاسه کړي. SUN Bucks ممکن ستاسې په سیمه کې بل نوم ولري. که تاسې په اتوماتیک ډول نوم لیکنه نه کوئ او تاسې د کم عاید شرایط پوره کړي وي نو کولای شئ مستقیمأ د SUN Bucks لپاره غوښتنه وکړئ. په دې اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره د متحده ایالاتو د کرنې وزارت ویباڼې ته مراجعه وکړئ.

 

که د خوړو موندلو لپاره په خپله سیمه کې مرستې ته اړتیا لرئ نو د Settle In ټیم ته پیغام ولېږئ.