آیا تاسې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ځانګړې وېزه درلودونکي په توګه راغلي یاست یا کډوال (Refugee) یاست او غواړئ چې بل ایالت ته کډه شئ؟ په یاد ولرئ که تاسې بل ایالت ته کډه شئ نو تاسې خپله قضیه د بیا مېشتېدنې ادارې ته نشئ وړائ او د بیا مېشته کېدو ګټو وړتیا به هم له لاسه ورکړئ.

 

د بیا مېشتېدنې اداره چې تاسې ته ګمارل شوې د دې ډاډ تر لاسه کولو کې مرسته کوي تر څو په متحده ایالاتو کې بریالی ژوند پیل کړئ. دوی تاسې سره په مناسب کور موندلو کې مرسته کوي او هم درسره مالي او خوراکي مرستې کوي. په همدې توګه تاسې سره مرسته کوي تر څو عامه ګټو ته لاسرسی ومومئ، وړیا طبي بیمې او روغتیايي خدماتو کې نوم لیکنه وکړئ، ماشومان مو په ښوونځي کې شامل کړئ او د کار موندنې خدماتو ته لاسرسی پیدا کړئ.

 

مخکې له دې چې تاسې کډه وکړئ تاسې لپاره ګومارل شوې بیا مېشتېدنې ادارې سره مو اړیکه ټینګه کړئ تر څو ستاسې د ګټو اخیستلو اختیارونه درته وپلټي او واضح يې کړي. د نورو معلوماتو لپاره موږ ته پیغام ولېږئ. تاسې کولای شئ چې د بیا مېشتېدنې مجازي لیکې سره هم اړیکه ونیسئ دوی له دوشنبې تر جمعې د سهار له ۹ بجو تر مازدیګر ۵ بجو ستاسې په خدمت کې دي. تیلیفون شماره: 3010-551 (212) 1+ د ایمېل ادرس: VRL@rescue.org

 

مخکې له دې چې تاسې د کډه کولو پریکړه وکړئ، لاندې موارد هم باید په پام کې ونیسئ:

 

عامه ګټو ته د لاسرسي په اړه ځان پوه کړئ

عامه ګټې د یو ایالت څخه بل ایالت ته توپیر لري او شونې ده چې ستاسې اوسنې ګټې بل ایالت ته انتقال نه شي دا ځکه چې ډېری يې د همغه ایالت پورې اړه لري او کله چې بل ایالت ته کډه شئ نو باید له سره ورته اپلای وکړئ. په دې کې د روغتیایي بیمه، نغده مرسته، او خوراکي توکو مرسته چې (Food Stamp یا SNAP) څخه تر لاسه کیږي شامل دي.

 

د دندې موندلو لپاره پلان ولرئ

پرته له دندې تر لاسه کولو کډه کول خطرناک دي ځکه چې دنده موندل وخت نیسي او تاسې به داسې عاید ونه لرئ چې اتکاء پرې وکړئ. همدارنګه تاسې به نشئ کولای چې د عاید لرلو د ثبوت پرته د کرايي کور ومومئ.

تاسې کولای شئ چې د د ندې موندلو لپاره دا ویبپاڼې وګورئ:

www.indeed.com
www.linkedin.com
www.glassdoor.com

تاسې هم کولای شئ چې په سیمه کې مو د American Job Center ته مراجعه وکړئ. په خپله سیمه کې تر ټولو نږدې مرکز یې دلته وګورئ:

www.careeronestop.org/LocalHelp/AmericanJobCenters/american-job-centers.aspx

په متحده ایالاتو کې د کار موندنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د Settle In پخوانۍ ژوندۍ ناسته د دغې لینک له لارې درسره وګورئ:

https://www.facebook.com/SettleInUS/videos/936802340966486

د غونډې په جریان کې موږ د کار ګټو، د کار مختلف ډولونو، کومې سرچینې شتون لري او د کار کوونکو او ګومارونکو د حقونو او مسؤلیتونو په اړه بحث کړي. موږ په دغه ناسته کې د ریزومي یا CV جوړولو په اړه ځینې لارښوونې هم کړي.

 

د اوسني کور څخه د وتلو پر ستراتیجي ځان پوه کړئ

که تاسې د کور کرایه کولو تړون لرئ او کرایې کور څخه د تړون له پوره کېدو د مخه وځئ نو کېدای شي چې د اضافي میاشتو کرایه هم ورکړئ او هم کېدای شي چې د تضمین پېشکي له لاسه ورکړئ. که تاسې تړون مات کړئ او هغه پیسې چې تاسې په قانوني ډول دکور مالک پور وړي یاست ورنه کړئ نو ستاسې د کرېډېټ په سکور منفي اغېزه کوي. د کرېډېټ په اړه د نورو معلوماتو لپاره دا ویډیو درسره وګورئ: https://www.youtube.com/watch?v=RPJeDNp66Ms

همدارنګه دا هم مهمه ده په یاد ولرئ چې په بل ایالت کې به تاسې ځینې سفارشونو ته اړتیا ولرئ نو مهمه ده چې د اوسني کور مالک سره ښې اړیکې ولرئ.

 

په خپل نوي ایالت کې د کور کرایه کولو په اړه ځان ډاډه کړئ

دم مهال په متحده ایالاتو ارزانه کور موندل یوه ننګونه ده. په ډېرو ښارونو او ښارګوټو کې د کورونو کمښت ته حتې د بحران کلمه استعمالېږي. نو له همدې امله اړینه ده چې په محتاط ډول د هغه کورو د شتون په اړه خپلې څېړنې وکړئ چې ارزانه وي او ستاسې په وس پوره وي، او هم اړینه ده په هغه سیمه کې چې تاسې ورته کډه کوئ د اوسېدلو په اړه یې خپل مصارف وسنجوئ. دا هم ممکنه ده چې تاسې څخه به د نوي کور خاوند ستاسې د کار کولو ثبوت وغواړي تر څو کور درته د اوسېدلو لپاره تضمین کړي. برسېره پر دې دا هم په یاد ولرئ چې په نوي ایالت کې داسې کور موندل چې ستاسې لپاره مناسب وي ممکن ډېر وخت ونیسي او کېدای شي چې ننګونې هم ولري. د دې لپاره چې د بې کوره کېدو څخه ځان وساتئ، د مخه ځان ته کور پیدا کړئ او وروسته ورکډه شئ.

 

د خپل آدرس د بدلولو په اړه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ اداره (USCIS) خبر کړئ

په یاد ولرئ چې د قانون له مخې باید په ۱۰ ورځو کې دننه نوي ځای ته په کډه کولو باید USCIS خبر کړئ. د متحده ایالاتو دولت به په دې ادرس تاسې ته د کډوالۍ د حیثیت په اړه مهم معلومات او اسناد درلېږي. د AR-11 فورمې کارولو سره په آنلاین بڼه د خپل ادرس بدلون په اړه ګام په ګام معلوماتو لپاره د Settle In دغه مقاله درسره ولولئ:

https://www.settlein.support/ps/articles/8367677633053