ممکن پریشانه کوونکي وي کله چې پولیس مو د موټر چلولو پر مهال ودروي. د دې لپاره چې په دې حالت کې ځان او پولیس خوندي کړئ او آرامه فضا رامنځته کړئ، دا لارښوونې درسره پلي کړئ:

 

  • ژر خوندي ځای کې تم شئ.
  • سیټ بیلټ مو تړلې وساتئ.
  • مهربانه اوسئ. د پولیس افسر او موټر چلوونکي تر منځ متقابل احترام اړین دی.
  • لایسنس، د بیمې کارت، او د موټر د راجسټر کولو کاغذونه مو چمتو وساتئ تر څو په اسانه ورته لاسرسې ولرئ.
  • په دغه وخت کې د موسیقي اوریدل بند کړئ.
  • که تاسې په شپه کې د پولیس لخوا ودرول شئ نو د موټر داخلي ګروپونه مو بل کړئ. دا کار کولای شي چې داخل څخه مو د موټر لیدل اسانه کړي او پولیس ته به د هغه څه په اړه اندیښنه نه وي چې یې په تیاره کې نشي لیدلای.
  • کړکۍ مو کښته کړئ.
  • لاسونه مو ښکاره وساتئ غوره ګڼل کیږي چې پر سټیرینګ وییل یې کیږدئ.
  • ناڅاپه حرکتونه مه کوئ. په ځانکړي ډول که مو حرکتونه داسې وي چې لاس مو داسې ځای ته وړئ چې پولیس افسر ته نه ښکاري. که تاسې باید یو څه راواخلئ نو صبر وکړئ تر څو پولیس مو موټر ته راشي او ورڅخه اجازه واخلئ.
  • آرام اوسئ او د پولیس سره خبرې وکړئ. د پولیس سره بحث او جنجال مه کوئ.

 

دا سمه ده که ووایاست چې تاسې نه پوهېږئ. تاسې د ژباړونکي قانوني حق لرئ. که تاسې د قانون په ماتولو تورن یاست او نیول شوي یاست نو تاسې حق لرئ چې چپ پاتې شئ او د پوښتنو ګرویږنو د مخه د یو وکیل سره خبرې وکړئ. که تاسې په پیسو د وکیل نیولو وس نه لرئ نو محکمه به یو چاته ستاسې د استازیتوب لپاره پیسې ورکړي.

 

دا کارت درسره چاپ کړئ تر څو پولیس سره د خبرو کولو پر مهال درسره مرسته وکړي. ډاډ تر لاسه کړئ مخکې له دې چې کارت راواخلئ، لومړې باید پوښتنه وکړئ او اجازه تر لاسه کړئ.

REFUGEE-POLICE INTERACTION CARD.png