کله چې ستاسې اسایلم ومنل شي او یا هم د کډوال په توګه متحده ایالاتو ته داخل شئ، ورپسې ګام د قانوني دایمي هستوګنی یا ګرین کارت لپاره غوښتنه ده. تاسې کولای شئ چې دقانوني دایمي هستوګني د اپلیکشن پروسه سمدلاسه پیل کړئ. پخوا به اسایلم لرونکي یا کډوال د قانوني دایمي هستوګنی یا ګرین کارت اپلیکیشن پروسې پیل کولو لپاره یو کال انتظار کاوه.
کله چې تاسې د قانوني دایمي هستوګنی لپاره اپلای کوئ نو یواځي په هغه صورت کې یې تر لاسه کولای شئ چې اسایلم د اخیستلو یا د کډوال په توګه منل کیدو د نیټې څخه را پدیخوا په فزیکي ډول په متحده ایالاتو کې د یو کال لپاره و اوسیږئ. د ماشومانو په ګډون د کورنۍ هر فرد باید د قانوني دایمي هستوګنی لپاره غوښتنلیک ولیږئ. ځینې داسې حالتونه هم شته چې د قانوڼي دایمي هستوګنی کارت په اخیستلو کې شاید تاسې ته مانع شي، د بیلګې په ډول که په ځینو جرمونو محکوم یاست، یا هم متحده ایالاتو حکومت ته مو ناسم بیان ورکړی وي. له همدې امله موږ مو هڅوو چې مخکې له دې چې د کډوالۍ په اړه د وضعیت تغیر یا قانوني دایمي هستوګنی یا LPR ته اپلای وکړئ، د یو وکیل یا هم د عدلیې وزارت لخوا منل شوي قانوني استاځي سره مشوره وکړئ.
بلاخره، که تاسې د کډوالۍ حالت لرئ، نو تاسې څخه د USCIS لخوا د ګرین کارت اپلیکیشن لپاره فیس نه اخیستل کیږي خو که تاسې اسایلم لرونکي یاست نو باید یو ایس سي آی ایس ته یا د اپلیکیشن فیس ورکړئ او یا هم د فیس د بښلو غوښتنه وکړئ. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو له ادارې سره د اپلیکېشن د فیس داخلولو یا بښلو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دغه لېنک درسره وګورئ: .https://www.uscis.gov/forms/filing-fees/additional-information-on-filing-a-fee-waiver
د ګرین کارت اپلیکیشن لپاره باید تاسې د I-485 فورمه ډکه کړئ چې ورته د ګرین کارت لپاره راجسټر کېدل او هم ورته د حالت سمون وایي. د اسایلم له لارې ګرین کارت اخیستلو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دغه پاڼه درسره وګورئ:
.https://www.uscis.gov/green-card/green-card-eligibility/green-card-for-asylees
د کډوالۍ له لارې ګرین کارت اخیستلو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دغه پاڼه درسره وګورئ:
.https://www.uscis.gov/green-card/green-card-eligibility/green-card-for-refugees.